У нас вы можете посмотреть бесплатно د شهرنو پارک د بیارغونې چارې لس سلنه بشپړې شوې или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د شهرنو پارک د بیارغونې چارې لس سلنه بشپړې شوې د کابل ښار د شهرنو پارک د اساسي بیارغونې چارې درې میاشتې وړاندې پيل شوې، چې تر دې دمه یې لس سلنه پرمختګ کړی دی. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه پارک ۹۰۶۶۳ متر مربع مساحت لري، چې ۱۴.۳ سلنه برخه یې یوشمېر سوداګریزو او خدماتي تاسیساتو لکه: لوړپوړي سوداګریز مارکېټ، تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ، تفریح ځایونو، رسټورانټونو، مسجد، د نقلیه وسایطو پارکېنګ، د لامبو وهلو حوض، ورزشي او فرهنګي برخو او همدارنګه د فاتحې اخیستلو صالون ته ځانګړې شوې ده، چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره به یې د درېیو کلونو په جریان کې چارې بشپړې شي. همدارنګه د دې پارک ۶۸۲۱۸ متر مربع برخه بیا زینتي بوټو او نیالګیو، شنو ساحو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، ګلخانې، کوچني ژوبڼ، د تفریح لپاره سرپټو او سر خلاص ځایونو، ورزشي کمپلکس، هنري او کلتوري ګالرۍ ته ځانګړې شوې ده. پردې سربېره به په دې پارک کې د ۹۴۵۶ متر مربع په اندازه پلې لارې هم په اساسي ډول بیاورغول شي. د شهرنو پارک د اساسي بیارغونې لپاره یو میلیارد او ۹۰۴ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي، چې د بیارغونې چارو له بشپړېدو وروسته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي. شهرنو پارک د کابل ښار له پخوانیو او مهمو تفریحي ځایونو شمېرل کېږي، چې د معیاري زېربناوو او امکاناتو د نشتون له امله اساسي بیارغونې ته اړتیا لري. د بیارغونې چارو له بشپړېدو وروسته به دغه پارک د چاپېریال ساتنې او د ښار د ښکلا په برخه کې مهم رول ولري، چې د ښار عمومي برخو ته به ښاریان وړیا لاسرسی ولري او شهرنو پارک به په یو مناسب او خوندي تفریحي ځای بدل شي.