У нас вы можете посмотреть бесплатно د انارو سوداګر или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
راروانې قافلې دي د جوګیانو هر انار د کندهار په تبرک دی د خرقې بوی یې لګیږي په چشتیانو بنارس لکه بڼکه د تاووس دی د رنګینو رڼاګانو اقیانوس دی د یوه اوښ انار پاتې نور یې تللي د ګنګا پر غاړه بل روستی پانوس دی شهزادګۍ د بنارس ډولۍ کې راغله کجاوې ته د انارو ده ولاړه د ورېښمینې پردې شاته لکه سیوری په زربفتو یې پوښلې ده هینداره وايي: څو سکې د زرو غواړې خانه! ټول انار د کجاوې اخلم له تا نه خو انار به تر ماڼۍ راوړې پخپله د زربفتو ډولۍ مخکې شوه روانه اوښ مې چو کړ په ډولۍ پسې روان یم په ورېښم کې ستا اواز دی او حیران یم نور نو نهیم پوهېدلی چې څه کیږي ستا اواز دی او زه وران یم او زه وران یم رڼاګانو را په سد کړمه ماڼۍ کې لکه ناست یم د بګرام په پاچهۍ کې نه! دا زه یم، بنارس دی او جامونه انار ایښي دي د زرو په ټوکرۍ کې بالښتونه، بخملي څونډي یې زانګي په غمیو پټ زرین جامونه خاندي یو سېتار نقش و نګار په تخت ولاړ دی فوارې ته نیلوفر په ډنډ کې لامبي زه مېلمه یم د ساقي په لاس کې جام دی او سپوږمۍ ته د چندڼ د ښاخ سلام دی یخ یخ باد سپینو دیبا پردو کې ناڅي د کابل د مڼو بوی د باد پیام دی د وریښمینو پردو شاته د ګام شرنګ شو چېرته پټ نری نری د سېتار ترنګ شو ساقی غوږ ته رانږدې شوه په کراره د جام زړه د انګورتاک په وینو رنګ شو چا په غوږ کې راته وویل غلي غلي دا شراب یې له شېرازه دي راوړي دلته ناڅي شهزادګۍ د بنارس نن د ساز رګ کې یې شرنګی د پایزیب ځغلي روهیلیه! بختوره! ډک دې جام دی ګرځېدلی دې دا ټول جهان په کام دی نن به بت د غرور ستا په مخ کې ناڅي نن ماښام زهرې ته مخامخ بهرام دی شرنګهار شو د ګامونو په دالان کې نیمه شپه کې لمر راوخوت په ایوان کې د ورېښمو پرده پورته په اداب شوه د رنګونو منشور ړنګ شو په روان کې شها راغله د نازک حریر پرده کې سپوږمۍ پریوته د میو په پیاله کې سپین کمیس یې د ورېښمو شرشره و ته ولاړه وې د زړه په ایینه کې پایزېبونه سندرغاړي د هوس شول په قدم قدم یادونو ته جرس شول نیلوفرو تلاوت د حسن وکړ و شها ته فرش په لار د بنارس شول د تبلې تالونه ټال شول د ضربونو میناتور شو کوږ شرنګی د سېتارونو ساقي ځار شمه د بلې پیالې وار دی راشه بلې کړه لمبې مې په فکرونو د شها ګوتې شوې پورته له ادابه نیمه زنه یې ښکاریږي له حجابه اذا زلزلت مې ګډ شو په هډونو دا کیفیت به مې کړي لا پسې خرابه جام نه ووته: سا ری مه په ګه ني سا ډیوه رېږدي: تینتنانا تینتنانا په نقره کې د انارو ډک رګونه صراحي ده په قل قل، ساغر په هاها د شها یوه پښه تاو شوه له بلې د پیروي ډنډ ګونګرې وشرنګولې له غیرته یې حنا پنجې خولې کړې د خوشبو له تیو پۍ راڅڅېدلې د ګبینو سمندر موسیقي راغله د وریښمین درد په بستر موسیقي راغله چې شها راتاوېده د لمبې ژبه زما سکروټه په پرهر موسیقي راغله سمندر ومه ډوب کړی چې قیامت شو په اسمان وم ګرځېدلی چې قیامت شو شها یوناڅاپه پورته لوپټه کړه ستا حضور ته وم لویدلی چې قیامت شو شها ته وې، نڅا ته وې سرود ته وې حضور ته وې، پیدا ته وې وجود ته وې چې د کیف و درد له اوره سپین راوخوت د حیرت د اورکدې هغه دود ته وې ما دې ورو د پایزېبونو ګونګرې ښکل کړې چې په پښو مې د نکریزو د رنګ ګل کړې تر لمنې دې شوم تاو لکه پېروته که در هسک مې په انارو د ګوګل کړې د انارو سوداګر ومه پاچا شوم ورک کابل وم بنارس کې راپیدا شوم سل اویا اوښان مې بار لاچي لونګ کړل د خوشبو خوله په غاړه د شها شوم په نڅا نڅا دې لاس کې انار واخیست په کشمیر سینه دې هار کندهار واخیست انار مات شو ستا د سپینو ګوتو ناز ته شرشره کمیس دې اور د انګار واخیست زه لا پروت وم ښکلول مې پایزېبونه وچو شونډو مې پرانیستي وو زخمونه د ژوند سور څاڅکی مې ولویده په خوله کې لاس مې ونیسه، چې دواړه سره ځو نه غفور لیوال