У нас вы можете посмотреть бесплатно د ځوانانو غږ: د "پښتون قامي جرګې" پرېکړې به څنګه عملي کېږي؟ или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د مشال راډيو په "ځوانانو غږ" خپرونه کې دا ځل په خيبر کې د "پښتون قامي جرګې" د پرېکړو د عملي کولو لپاره په اړه بحث لرو. د خپرونې مېلمه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين دی. له نوموړي سره د جرګې د پرېکړو د عملي کولو د پلان تر څنګ پر يوشمېر اړونده موضوعاتو هم خبرې کوو. تر هغه وروسته پر هم دې موضوعاتو له مدني فعالانو جمايما اپرېدۍ، عثمان شکور او کلي جمهوري غورځنګ له مخکښ غړي فريد اصغر او له زده کوونکي احتشام افغان سره خبرې لرو. دا خپرونه تاسو هره جمعه د پېښور پر وخت د مازيګر له پينځو تر شپږو بجو د راډيو تر څنګ د مشال راډيو پر فېسبوک او يوټيوب په ژوندۍ بڼه اورېدلای او ليدلای شئ. خپرونه اسرار عالم وړاندې کوي. تاسو تر ويډيو لاندې خپل نظرونه او پوښتنې راسره شريکولای شئ. په خپرونه کې د ټېلېفون، وایبر او سکایپ له لارې هم برخه اخیستلای شئ. د ټېلېفون شمېرې دا دي: 00420221124105 00420221124205 00420221124305 00420221124405 وټس اپ شمېره: 00420724147719 د سکایپ پته: Mashaalradio