У нас вы можете посмотреть бесплатно پښتو رپ د پښتنو پاڅون ١١ اکتوبر 2014 Di Pashtano Passon или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
Artist:Loy_Lofer Writer:Loy_Lofer Producer:Loy_Lofer لر او بر پښتانه بايد په دې خبره نور خپل سر خلاص کړي چې پښتون يوازې او يوازې په پښتو ژبه باندې ژوندى پاتې کېداى شي. کله چې پښتو مړه شوه , نو پښتون هم مړ دې. ياد وساتى چې پښتو ژبه د پښتون خوراک دې. په افغانستان کې د لوى شمېر پښتنو تاجيکان شول او پاکستان کې لوى شمېر پښتانه پنجابيان شول , ده ځکه چې لر او بر پښتانه له خپلې مورنۍ ژبې پښتو څخه محرومه شول او ټول عمر يې د پښتو پر ځاى په پرديو ژبو کې زدهکړه وکړه لر او بر پښتانه بايد نور په پرديو ژبو فارسي او اردو کې زدهکړه کولو څخه لاس واخلي کني د پښتنو غير پښتون کېدل به دوام ولري ياد وساتى پښتنو هغه کس چې پښتو يې نه وي زده يا يې ژبه پښتو نه وي , هغه پښتون نه دى که چېرې د احمد شاه دراني يا د خوشحال خان خټک زوى هم پښتو نه وي زده يا يې ژبه پښتو نه وي نو هغه هم پښتون نه دى اوس لوى شمېر د خيبرپښتونخواه پښتانه پخواني لومړي وزير عمران خان ته د پښتون په نظر ګوري او پښتون ورته وايي خو په حقيقت کې هغه پښتون نه دى. عمران خان يوازې په نسل باندې پښتون دى خو په قام باندې هغه پنجابى دې. همده رنګه هغه خلک چې په افغانستان کې اوسېڔي , ځان ته پښتانه وايي خو ژبه يې فارسي ده , هغوى هم پښتانه نه دي , هغوى هم يوازې په نسل باندې پښتانه دي , په قام باندې هغوى تاجيکان شوي دي ځکه چې هغوى پښتون قامي حٿيت نه لري. د تاجيکان او د هغو خلکو څوک چې ځان ته پښتون وايي خو ژبه يې فارسي ده , دواړو قامي څٿيت يو دې همده رنګه په پاکستان کې د پنجابيانو او د هغو خلکو څوک چې ځان ته پښتون وايي خو ژبه يې اردو ده , د دواړه قامي څٿيت يو دې , ياني هغه خلک څوک چې ځان ته پښتون وايي خو ژبه يې اردو ده هغوى يوازې په نسل باندې پښتانه دي , په قام باندې هغوى پنجابيان دي ځکه چې هغوى خپله مورنى ژبه پښتو او خپل پښتون قامي څٿيت يې ختم کړ د مورنى ژبې پريښودل د قام پريښودلو په معنا لري او د پښتو ژبې ختمېدل د پښتون د ختمېدو په معنا لري کله چې پښتو ژبه ختمه شي نو د پښتون قامي څٿيت هم ورسره ختم شي او نور هغه يوازې په نسل باندې پښتون پاتي کېڔي له تاسو څخه هيله کومه چې زما ده پيغام تر نورو پښتنو پورې ورسوى