У нас вы можете посмотреть бесплатно د الینګار ولسوالۍ ۱۳۵۰ ښوونکو ته د هستوګنې نمرو دویش لړۍ پیل شوه. или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
تاسې ښوونکو، چې څومره کار د پوهنې له پاره کړی که همدومره کار د سولې له پار وکړئ نو دسولې له نعمته به ډير ژر برخمن شو. محمد اصف ننګ دغه څرګندونې د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ نن د الینګار ولسوالۍ ۱۳۵۰ ښوونکو ته د هستوګنې نمرو د ویش د رسمي مراسمو پرمهال وکړې. په دې مراسمو کې د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ، ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیم زي،ولایت مقام د دفتر رئیس فرید احمد مارزک، پوهنې رئیس عبدالله حمیدي ،د الینګار ولسوال قاضي حبیب الرحمن، قومي مشرانو او لسګونه ښوونکو ګډون کړی و. په پیل کې د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د لغمان ولایت له رهبرۍ مننه وکړه چې د ښوونکو دنمرو ویش موضوع کې یې خنډونه له منځه یوړل. نوموړي زیاته کړه هغه ټولنه پرمختګ کولای شي، چې هلته د ښوونکو قدر وي او د لغمان ولایت رهبري ددغې سترې ښګیڼې درلودنکې ده. د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل د ټولنې تر ټولو بې وسه او د قدر وړ وګړي ښوونکي دي. ښاغلي ننګ زیاته کړه. ((معارف حیاتي ارزښت لري، د پوهنې وضعیت د ښه کیدو لپاره کار روان دی، کیفیت ته باید پاملرنه وشي.)) هغه له ټولو ښوونکو مننه وکړه چې د پوهني او روغتیا بهیرونو د پرمختګونو لپاره یې هلي ځلي کړي، خو د سولې بهیر چې یوه ملي پروسه ده د پرمختګ لپاره دې ټول ښوونکي او دیني عالمان خپل ملي او سلامي مسوولیت ادا کړي. ښاغلي ننګ دغه راز د لغمان ولایت په انکشافي بهیر هم خبرې وکړې او په دې ولایت کې یې د اساسي کارونو یادونه وکړه. هغه دغه راز د ولسوالیو په کچه د ښې حکومتولۍ، کاري زمینو، فساد سره مبارزې، غصب مخنیوي او نورو چارو د لا پرمختګ په اړه یې ولسونو ته ډاډ ورکړ. په دې ستره غونډه کې د ښوونکو په استازیتوب د الینګار ولسوالۍ د پوهنې امر فضل الرحیم د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ څخه مننه وکړه چې ددوی د هستوګڼې نمرو څو کلنه ستونزه یې حل او نن یې د عملي چارو شاهدان دي. هغه ښاغلي ننګ ته ډاډ ورکړ چې د ټولې ولسوالۍ په بانډو او قریو کې به د پوهني بهیر د لا پرمختګ لپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي. غونډې ته د الینګار ولسوال قاضي حبیب الرحمن وویل خوښ دی چې نن د هغو ارمان پوره کیږي چې موږ یې روزلي یو. هغه د ولایت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې له خپل لوري به په یاده ولسوالۍ کې د پوهني بهیر د لا پرمختګ لپاره هڅې کوي. په ورته مهال د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي وویل، دوه کاله مخکې یې له ښوونکو سره ژمنه کړې وه، چې ددوی د هستوګڼې د نمرو ستونزه به حل کړای شي، چې نن یې د ښاغلي ننګ په مشرۍ او هڅو دغه لړۍ رسما پیل شوه. په پاې کې د لغمان والي، ولایتي شورا ریس، الینګار ولسوال او د نورو مشرانو په لاسونو ښوونکو ته د رهایشي نمرو سندونه ورکړل شول.