Русские видео

Сейчас в тренде

Иностранные видео


Скачать с ютуб هېلو وي او ای- افغان اولس د ملا هبت الله که د الله اومني؟ کوربه رحمان بونیری دی в хорошем качестве

هېلو وي او ای- افغان اولس د ملا هبت الله که د الله اومني؟ کوربه رحمان بونیری دی Трансляция закончилась 6 месяцев назад


Если кнопки скачивания не загрузились НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru



هېلو وي او ای- افغان اولس د ملا هبت الله که د الله اومني؟ کوربه رحمان بونیری دی

00:00 د طالبانو وروستیو کړنو په افغانستان کې د ښځو حقونه او زده کړو ته لاسرسی لا نور هم محدود کړی دی د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا ​​محمد ندیم په تازه اعلان کې ویلي د جینکو د سکولونو یا ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو په اړه خبرې اترې د اسلامي شریعت د پریکړو سره تر نامعلومې مودې پورې وځنډول شوې د طالبانو مخالفین واي دې کار سره د شپږم ټولګي وروسته نزدې د 1.5 ملین زده کونکو مستقبل چې د تېرو دریو کالو راهسې اغیزمن دی لا هم تر نامعلومې مودی تیاره کړی په ورته وخت کې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د 2024 کال د جولای په 31 مه یو نوی قانون نافذ کړی، چې په ښځو د پام وړ محدودیتونه لګوي په دغه امر ویل شوي چې ښځې ټول بدن لازم پټوي، په عامه ځایونو کې به په لوړ غږ خبرې نه کوي او په ځینو فعالیتونو کې به برخه نه اخلي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پر دغو اقداماتو نیوکه کړې او د نوي قانون له مخې یې د ښځو په حقونو د پراخو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده طالبان د کال 2021 راهسې په واک کې دي خو د نړۍ یو هېواد یې هم په رسمیت نه پیژني نور بحث په خپرونه کې. مېلمانه: 02:00 عبدالباري جهاني افغان قامي شاعر او لیکوال 20:13 شبنم صالحي د کابل پوهنتون پخوانۍ استاده او فعاله 31:00 شینکۍ کړوخېل د افغان ښځو د حقونو فعاله 42:02 ډاکټر سېد عالم مسید څېړونکی او فعال 1. هېلو وي او اې: «هېلو وي او اې» د روانو چارو خپرونه ده چې د سیمې او نړۍ د خبرونو او حالاتو ارزونه کوي، څېړونکي او مېلمانه پکې د تودو خبرونو په اړه ژوره تجزیه او څېړونه کوي. دا خپرونه د پاکستان په وخت د ماښام له ۷:۰۰ تر ۸:۰۰ بجو او د افغانستان په وخت د ماښام له ۶:۳۰ تر ۷:۳۰ بجو پورې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي. دا د وي او اې ډیوه په ویبپاڼه، یوټیوب او فېسبوک هم په ژوندۍ بڼه خپریږي. 2. لویه پښتونخوا: «لویه پښتونخوا» یو ساعته خپرونه ده چې د پاکستان سیاست او ملکي خبرونو ته ځای ورکوي. دا خپرونه له دوشنبې- ګل تر جمعې پورې هره شپه د ماښام په ۸:۰۰ بجې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي. لیدونکي یې د پاکستان په وخت د ماښام له ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ بجو او په افغانستان کې د ماښام له ۷:۳۰ تر ۸:۳۰ بجو پورې کتلای شي. دا خپرونه د وي او اې ډیوه په ویبپاڼه، یوټیوب او فېسبوک په ژوندۍ بڼه هم خپریږي. 3. ډیوه نیوز: «ډیوه نیوز» یو ساعته ټیلیویژني خبري خپرونه ده چې د پاکستان، افغانستان او نړۍ د ګوټ ګوټ په اړه خبرونه خپروي. دا خپرونه هره ورځ د پاکستان په وخت د شپې له ۱۰:۰۰ تر ۱۱:۰۰ بجو او د افغانستان په وخت د شپې له ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي. دا خپرونه هم د وي او اې ډیوه په ویبپاڼه، یوټیوب او فېسبوک په ژوندۍ بڼه کتل کېدای شي. 4. بي بي شېرینه: «بي بي شېرینه» تفریحي ټیلیویژني خپرونه ده چې کتونکي ورته ټیلیفونونه راکوي او په پاکستان او افغانستان کې د ښځو پر مسئلو معلومات او بحثونه خپروي. دا دوه ساعته سهارنۍ خپرونه له یکشنبې- اتوار تر پنجشنبې- زیارت پورې د پاکستان په وخت د سهار له ۶:۰۰ تر ۸:۰۰ او د افغانستان په وخت له ۵:۳۰ تر ۷:۳۰ بجو پورې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي. دغه خپرونه هم د وي او اې ډیوه پر ویبپاڼه، یوټیوب او فېسبوک په ژوندۍ بڼه کتل کېدای شي. 5. ولولې: «ولولې» نیم ساعته اوونیزه خپرونه ده چې د ځوانانو موضوعاتو ته پکې ځای ورکول کیږي. دا خپرونه د هرې پنجشنبې- زیارت په سهار په ۱۱:۰۰ بجې خپریږي. په دې خپرونه کې د تعلیم، کېریر او ټولنیزو مسایلو په ګډون د سیمې له ځوانانو سره اړوند مسئلو باندې بحث کیږي. دا خپرونه هم د وي او اې ډیوه پر ویبپاڼه، یوټیوب او ټولنیزو رسنیو باندې خپریږي. له دغو منظمو پروګرامونو سره سره وي او اې ډیوه ځانګړيو رپوټونو، ډاکومینټري فلمونو او مهمو پېښو ته هم په ژوندۍ بڼه ځای ورکوي چې کتونکي په تازه خبرونو او پرمختګونو خبر او بوخت وساتي. وي او اې ډیوه په خپلو هراړخیزو پروګرامونو، کره او بې طرفه خبرونو خپرولو سره په پاکستان، افغانستان او نوره نړۍ کې د اورېدونکو لپاره د معلوماتو د باوري سرچینې په توګه کار کوي

Comments