У нас вы можете посмотреть бесплатно هورموز تنګي کې جګړه، امريکا وايي د ايران ماينونو خپرولو کښتۍ يې ويجاړې کړې، څه شوي؟ بي بي سي или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د خليج لروبر هېوادونو سيمه کې د جګړې پر ۱۲ مې ورځې د ايران توغنديزو او ډرون بريدونو راپور ورکړی دی. د امريکا پوځ بيا وايي بېګا شپه يې هورموز تنګي کې د ايران ماينونو شیندلو ۱۶ کښتۍ له منځه وړې دي. قطر، سعودي، متحده عرب امارات او بحرين وايي دوی پرله پسې پرې د ډزو ځواب وايي، او خلکو ته يې خبرداری ورکړی، چې له خوړو او اوبو سره دې پناځايونو ته مخه کړي. د سمندرونو څار يوې بريتانوۍ ادارې بيا ويلي، داسې بريدونو کې چې شک دی ايران کړي وي، درې سوداګريزې بېړۍ لګېدلې دي. پر ايران بيا د امريکا او اسرائيلو بريدونه روان دي. پلازمېنې تهران کې بېګا شپه نورې چاودنې شوې دي. ايراني چارواکي وايي د جګړې له پيله دغه هېواد کې له ۱۳ سوو ډېر خلک وژل شوي دي. همدې وخت کې ميليونونه اسرائيليان بېګا پرې د ويشتل شوو ایرانیو توغنديو خبرداري کې په وار وار د خطر په زنګونو او هم يې بيا د مخنيوي په لويو چاودنو ويښ شوي دي. لبنان کې بيا د اسرائيلو هوايي ګوزارونو کې د بيروت جنوبي سیمې لګېدلې، چې اسرائيل وايي د ايران ملاتړې حزب الله ډله په کې په نښه کوي. اسرائيل، او د امريکا او بريتانيا په ګډون ډېر نور هېوادونه دا ډله ترهګره ګني. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto