У нас вы можете посмотреть бесплатно ایا داعش او تحریک طالبان پاکستان افغانستان او پاکستان ته ګډ خطر دی؟ или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدلو راهیسې د ډېرو ترهګرو پېښو مسئولیت داعش ډلې منلی دی، خو په عین حال کې په پاکستان کې بيا د ډېرو پېښو مسئولیت تحریک طالبان پاکستان ډلي پر غاړه اخيسی. پاکستان په دې وروستیو کې افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره په اړیکو تورنوي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو دا موضوع رد کړې ده. په افغانستان او پاکستان کې د داعش او تحریک طالبان پاکستان حملو ظاهراً د پاکستان او طالبانو اړیکې ترینګلې کړي دي. تازه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د دغه هېواد د استخباراتو ادارې « ای اېس ای » مشر جنرال ندیم انجم په یو ناڅاپي سفر کابل ته تللی چې له طالب چارواکو سره یې کتلي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې له طالبانو سره یې د دواړو خواو ترمنځ سیمه کې د ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو او داعش پر خطرونو خبرې کړي. دا اونۍ د پخلاینې په خپرونه کې پر دې غږېږو چې د طالبانو او پاکستان اړیکې کوم لوري ته روانې دي او ایا داعش او تحریک طالبان، افغانستان او پاکستان ته ګډ خطر دی؟ مېلمانه مو په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د افغانستان د سرحدونو او قبایلو پخوانی وزیر ګلاب منګل دي. خپرونه سبا د جمعې په ورځ د آلمان پر وخت په ۲:۳۰ چې د افغانستان په وخت د ماښام شپږ بجې کیږي، په ژوندۍ بڼه د دویچه ویله پښتو فیسبوک او یوټیوب څخه خپریږي. تاسې هم کولی شئ له مېلمنو خپلې پوښتنې د تبصرو په برخه کې مطرح کړئ.