У нас вы можете посмотреть бесплатно پکتیا کې د امنیه قوماندانۍ وسایل"چور" ته په ورته ډول لیلام شوي دي или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
پکتیا کې د امنیه قوماندانۍ وسایل"چور" ته په ورته ډول لیلام شوي دي د پکتیا امنیه قوماندانۍ، د بېلابېلو وسایلو د لیلام تړون په ډېره ټیټه بیه– لکه یو کرولا موټر په ۹۵۰۰ افغانۍ او یو موټرسایکل په ۱۳۰۰ افغانۍ -د قانون خلاف له یو شرکت سره شوی دی. پژواک خبري اژانس د پکتیا عسکري ابتدائیه څارنوالۍ د یوه مکتوب کاپيترلاسه کړې، چې ښيي د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ د کباړ وسایلو او توکو قرارداد د ترلاسه کولو لپاره د نعمت الله چوپان شرکت رییس لعل مرجان چوپان او د عبدالوکیل شېرزي شرکت رییس فرید احمد همخپلغوښتنلیکونه ورکړي، خو قوماندانۍ د هغوی له ګډون پرته د روان کال د سلواغې په لومړۍ نېټهد دغو توکو د پلور تړون له یو بل شرکت سره کړی دی. د یادې څارنوالۍ د قرار کاپي ښيي چې د پکتیا امنیه قوماندانۍ رهبري د دغې قوماندانۍ «له کاره لوېدلو یا داغمه» وسایلو او توکو د لېلام لپاره د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو له معینیت اجازه نه ده اخیستې او په ناقانونه ډول یې په یوه ورځ کې لهسعادت هوفیاني شرکتسره تړون کړی دی. د قرار له مخې، په تړون کې لاندې وسایل د لیلام په ډول پلورل شوي دي: • یو سرف موټر په ۱۱ زره افغانۍ • یو والګاه موټر په ۹۵۰۰ افغانۍ • دوه پیکپې، دواړې په ۲۹زره افغانۍ • دوه کرولاوې، دواړه په ۱۹ زره افغانۍ • دوه لنډکروز موټر، دواړه په ۳۸ زره افغانۍ • یوه سراچه په ۱۰۲۰۰ افغانۍ • اته جنراتورونه (یو۱۲۰،دوه۸۰،یو۵۰،یو۲۲،دوه۸اویوڅلورکیلواټه) ټول په ۱۸۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ • دوه فلکس امبولانسونه، دواړه په ۳۶زره افغانۍ • اوه ډاډسنې،ټولې په ۸۴ زره افغانۍ • نیسان ډوله ۱۳ موټر، ټول په ۲۷زره او ۵۰۰ افغانۍ • ۳۳ روسي جېپ موټر، هر یو په ۱۹ زره او افغانۍ ۵۰۰ • ۳۸ موټرسایکلونه، هر یو په ۱۳۰۰ افغانۍ • شپږ کانټینرونه (یو ۴۰ فټه او پنځه شل فټه) ټول په ۲۲ زره او ۲۰۰ افغانۍ سرچینې لیکلي چې د دغو توکو ډېر یې د ګټې اخیستنې او بیا جوړېدو وړ دي. share support subscribe !! subscribe: / pajhwokafghannews Follow us on the links below: / pajhwoknews www.instagram.com/pajhwok / pajhwok www.pajhwok.com video@pajhwok.com mobaile : 0093770464141