У нас вы можете посмотреть бесплатно Pakistan forcibly deports Afghan refugees | سپینې خبرې: پاکستان نه د افغان کډوالو جبري اخراج или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
پاکستان په تېر کال کې د نږدې یو میلیون افغانانو له جبري اخراج وروسته دا دی بل پړاو کې د ای سي سي کارت لرونکو افغانانو د شړلو لړۍ پیل کړې. شکایتونه او د نړیوالو سازمانونو نیوکې دا دي چې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې د ګاونډیتوب، مسلمانۍ او ورورولۍ له ادعا پورته خورا بیرحمانه چلند روان کړی او تل یې پر کابل د فشار واردولو لپاره همداسې کارونه د خپل سیاست برخه ګرځولي. پاکستان که څه هم د ای سي سي کارت لرونکو افغانانو د شړلو عملیات روان کړي، خو دمګړۍ په لویو ښارونو کې په پاسپورټ، ویزه، پي او آر، بهرنیو کیسونو ته په پیرول پراته او د هر ډول اسنادو لرونکي افغانان نیول کیږي، زندانونو ته وړل کېږي او د غیر انساني چلند ویډیوګانې یې راځي. پاکستان ولې دا کار کوي؟ ایا خفه دی چې ۴۰ کاله د افغانانو کوربه توب نه ښه نتیجه نه لري؟ ایا کابل کې پر پلوي او مخالفو حکومتونو د فشار لپاره دا کارونه کوي؟ ایا رښتیا هم پاکستان خپله خاوره کې د ترهګرۍ کمولو لپاره افغانان شړي؟ ایا پاکستان نړیوالو نه بیا هم د افغان کډوالو د کوربه توب لپاره پيسې غواړي؟ ایا طالبانو ته د افغانانو بې عزتي؟ راشړنه؟ بوج، فشار او د پاکستان ناځواني ښکاري؟ د بحث کوربه؛ سعید شینواری د بحث میلمانه: د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال نذیر مومند پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډپلوماټ عبدالحمید جلیلي او د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ