У нас вы можете посмотреть бесплатно په افغانستان کې د بشري مرستو ویش څومره شفاف دی؟ или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د افغانستان پر بیا رغاونه د څار ځانګړې ادارې "سیګار" وایي چې افغانستان کې اړمنو او مستحقو خلکو ته د مرستو رسولو په بهیر کې د طالبانو مداخلې اندیښنې راولاړې کړي دي. سیګار د روانې میلادي میاشتې په ۲۱ نېټه د ټویټر په یوه پیغام کې د ځینو شمېرو له خپرولو سره یو ځای افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري په شویو مرستو کې د طالبانو د احتمالي مداخلې خبرداری ورکړی دی. دوی ویلي په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې یې د طالبانو د مداخلې تر ۴۸ پورې پیښې ثبت کړي دي. سیګار د مداخلې له مختلفو ډولونو څخه یادونه کړې چې د غیر دولتي موسسو پر فعالیتونو د طالبانو محدودیت او کنټرول، په ملګروملتونو او غیر دولتي موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز او د غیردولتي ادارو کارکوونکو ته د طالبانو ګواښونو افغانانو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د مرستو رسونې د ادارو وړتیاوې محدودې کړي دي. بل لور ته د افغانستان د بیا رغاونې له پاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" مشر جان ساپکو ویلي دي چې د دوی پلټنو ښودلې ده چې طالبان احتمالا له هغو مرستو پیسې ګرځوي، چې امریکا یې د افغانانو د لاسنیوي له پاره افغانستان ته استوي. دا اونۍ د پخلاینې په خپرونه کې په دې غږېږو چې افغانستان کې د بشري مرستو ویش څومره شفاف دی او د طالبانو مداخله به دا مرستې څومره زیانمنې کړي؟ د خپرونې میلمانه مو په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې پخوانی مشر میوند روحاني او د سیاسي چارو شنونکی فضل الرحمان اوریا دي. خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان پر وخت پر ۳:۳۰ بجو چې د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ بجې کیږي، په ژوندۍ بڼه پر دویچه ویله پښتو فیسبوک پاڼه او یوټیوب چينل خپریږي. تاسې هم کولی شئ چې خپلې پوښتنې د تبصرو په برخه کې زموږ سره شریکې کړئ.