У нас вы можете посмотреть бесплатно د رڼا په لور: د شري ناروغۍ د مخنیوي اسانه لارې چارې څه دي؟ или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
آیا د شری ویروس علائم او کنټرول لری؟ هو د شری ناروغی خپلی نښی او علایم لری؛ د شری ناروغی یو مکروبی ناروغی ده چی د یو ویروس له امله رامنځته کیږی. ددی ناروغی نښی نښانی اکثره وخت عادی او کوچنی وی، د شری ناروغی هیڅوک نه معاف کوی مګر که چیرته یی د ماشومتوب په دوره کی واکسین تطبق کړی وی نو شری ورته نه رامینځ ته کیږی او دایی د کنترول یواځنی لاره ده. شری یوه خطرناکه ناروغی ده او که چیری دا ناروغی د اومیدواری په دوران کی رامنځته شی هغه ماشوم چی لا زیږدلی نه وی او د مور په بتن کی وی د جدی خطر سره مخامخ کیداشی، لکه روسته د پیدايښت څخه په غوګونو ګڼوالی چی رغیدل به یی نامکن او ناشونی وی آیا د شری ناروغی کومه وقایع هم لری؟ بلی هو؛ له نیکه مرغه په اوس موجوده وختونو کی د شری ناروغی په وړاندی وقایع شونی ده؛ د کال ۱۳۴۸ راهیسی د واکسیناسیون پروګرامونه د دی لامل شوی دی چی پدی ناروغی د اخته کیدو کچه راکمه کړی او پدی ورستیو کی د معلوماتو له مخی بعضی هیوادونو د واکسین په تظبیق کولو ددی ناروغی څخه په مکمله توګه خلاصون موندلی دی، یعی د واکسین تطبق کول ډیر اړین دی همدارنګه که که چیری کوم چا واکسین نه وی تطبق کړی او د شری په ناروغی اخته شوی وی غوره لاره یی په یوه بیله کوټه کی د ناروغ قرانطین کول دی ترڅو د دی ساری ویروس په وړاندی د خپلی کورنی نور غړی او ټولنه وژغورو او په دغه خطرناکه ناروغی اخته نه شی یعنی داچی د شری د مخنیوی لپاره واکسین یوه ډیره مهم وقایع ده او که چیری څوک واکسین شوی نوی او په شری اخته شوی وی نو د ناروغ کس قرطینه یی هم وقایع بلل کیږی آیا پوهیږی چی په هیواد کی به څو فیصده ماشومان د واکسین څخه پاتی وی؛ ګرچه د هغه ماشومانو شمیر چی واکسین یی ندی ترسره کړی ډیر دقیق ندی خو احتمالآ د 25 څخه تر 50 فیصده کسان چی د شری په ناروغی اخته شوی وو واکسین یی نه وو کړی او حتی خپلی ناروغی ته متوجه شوی نه ول. دا په دی معنی ده چی که چیرته د یوی کورنی یوه غړی هم د شری واکسین نه وی ګړی په شری اخته کیدایشی او د کورنی نور غړی هم چی واکسین یی نوی کړی په دی ویروس ککړ او ناروغه کړی؛ نو اړینه ده چی کورنی باید دواکسین په اړه دقیق او کره معلومات ترلاسه کړی تو څو خپله کورنی او خپله ټولنه د دغی خطرناکه ناروغی څخه و ژغوری ښه نو؛ نتیجه داشو چی د شری ویروس ساری دی درملنه نلری خو مخنیوی لری ؟ هو همداسی ده؛ د شری ناروغی داسی یوه ساری ناروغی ده چی حتی د ټوخی او پرنجی په پواسطه ؛ په شریک لوښی یا کاسه کی یوځای ډوډی خوړل او حتی د یو نفر د تنفس له لاری د یو کس څخه بل کس ته انتفالیږی دا ناروغی په هغو مناطقو کی چی یخی وی د ګرمی پرمهال او هغه منطقی چی ګرمی وی د یخنی پر مهال ډیره پیښیږی؛ ددی ناروغی نښی نښانی دا دی لکه تبه، سردردی،ریزش یا زوکام، دسترګو سوروالی او د بندونو دردونه یی ښکاره نښی دی د مخنیوی لاری چاری یی یواځی د واکسیناسیون تطبق کول دی چی باید ټولی کورنی خپل د ۵ کلونو کم عمره ماشومان هرومرو دشیر او نورو ناروغیو په وړاندی واکسین کړی آیا د یو خاص عمر لرونکی کسان په شری اخته کیږی؟ اګر چی دا ناروغی د عمر په هره برخه کی رامنځته کیدای شی، مګر د شری ناروغی لویان چی عمرونه یی د ۴۰ کالو پورته وی اوبالغ ماشومان زیات اغیزمنوی. خو د پوخ عمرلرونکی اشخاص چی پدی ناروغی اخته کیږی ډیری جدی نښی به له ځانه سره و لری. د شری ناروغی داسی کومه خاصه درملنه نه لری چی د شری عفونت راکم کړی مګر خوب او د استامینوفین تابلیتونه د دردونو د ارمه کولو اونورو نښو راکموولو کی مرسته کولای شی. که چیری یوه اومیدواره میرمن پدی ناروغی اخته شی،هموګلوبین د شری ناورغی راکموی، نو هغه اشخاص چی د شری په ناروغی د اخته کیدو یوه اوونی روسته چی سور رنګ پری راڅرګندیږی او همدارنګه اومیدواری میرمنی او هغه اشخاص چی د دبدن دفاعیی سیستم یی ضعیفه وی باید د شری د ناروغ څخه ځان لری وساتی او همدارنګه د شری ناروغ یا د ناروغ والدین هم باید هرهغه چاته د شری د ناروغیی خبرداری ورکړی چی د علاقمندی په توګه د شری ناروغ ته نږدی کیږی ترڅو د شری په ویروس د نورو کسانو د ککړتیا مخنیوی وشي.