У нас вы можете посмотреть бесплатно د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د قوشتپې کانال له روانو چارو څخه لیدنه وکړه или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوشتپې کانال له روانو چارو څخه د لیدنې په ترڅ کې د اړوند چارو پرمختګ، په پروژه کې د ښکېل څانګو تر منځ د همغږۍ او همدارنګه تر کار لاندې چارو د کیفي څارنې او ارزونې په موخه، د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ. ښاغلي عطاش له خپل مل پلاوي سره لومړی د قوشتپې کانال له سربند څخه لیدنه ترسره کړه او د دې سترې ودانیزې برخې چارې یې له نږدې وارزولې. نوموړي له روانو چارو خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا معیاري او مسلکي پلي کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش همدارنګه په چارو کې د کیفیت په پام کې نیول مهم وبلل او مسؤلینو ته یې د ورکړل شوي پلان مطابق د چارو په پلي کېدو ټینګار وکړ. ښاغلي عطاش همدارنګه له سربند څخه تر اندخوی ولسوالۍ پورې د کانال په اوږدو کې له روانو ودانیزو چارو (د کانال کیندنه، د کانال ډکون، د ګڼو پلونو او اوبو تنظیموونکو ساختمانونو) څخه لیدنه ترسره کړه څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې چارې د ټاکل شوي پلان او کیفیت سره سم پرمخ ځي. نوموړي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د هرې برخې مسؤلینو ته د چارو د لا نظم، کیفیت خوندیتوب او پلان مطابق پلي کولو اړوند، اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش همدارنګه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه تر څو دا ستره او ملي پروژه د افغانانو د هیلو سره سم، په لوړ معیار او کیفیت پلې کړي. د یادونې وړ ده چې د قوشتپې کانال پروژې چارې، اوسمهال په خورا چټکۍ سره پر مخ ځي. د سربند ودانیزې چارې نږدې ۸۲ سلنه، د دویم فاز د کېندنې او ډکون چارې ۹۳ سلنه او دغه راز د کانال په مسیر کې د دوه پلونو چارې بشپړې شوې او د ۱۳ نورو پلونو چارې هم مهاله تر کار لاندې دي. یاده دې وي، چې د قوشتپې کانال پروژه د هېواد له سترو پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د آمو سیند څخه سرچینه اخلي او پخپل مسیر کې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو اړوند زرګونو هکتاره ځمکو خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبه لېږدوي.