У нас вы можете посмотреть бесплатно لوی او واړه مغذی موادونه или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د لوی مغذي موادو پېژندنه: لوی یا قوي مغذي مواد (Macronutrients) د انسان د خوړو رژیم هغه بنسټيزې برخې دي چې د بدن د ښه فعالیت لپاره د اړتیا وړ انرژي برابروي او د سالمې روغتیا په برخه کې د پام وړ رول لري. په ټوله کې موږ درې ډوله قوي مغذي مواد لرو: کاربوهایډریټونه، وازګې یا شحمیات او پروټینونه، دا درې واړه په خپلو برخو کې جلا دندې ترسره کوي او د یو کس اړوند د تغذیې د توازن په رامنځته کیدو او د وجود د ټولیزې روغتیا ښه والي په برخه کې ځانګړی رول لري. کاربوهایډریتونه د بدن د انرژۍ اصلي سرچینه ده او معمولاً د ورځې په اوږدو کې له څلویښتو تر شپیتو سلنو پورې انرژي برابروي. دا مواد په خوړو لکه میوو، سبزيجاتو، حبوباتو«دانه لرونکو میوو» او لبنباتو کې پیدا کېږي. کاربوهایډریټونه په ګلوکوز یا شکر بدلېږي چې د مغز او عضلاتو لپاره اړینه انرژي بلل کېږي. وازګې یا شحمیات د بدن د ښه فعالیت لپاره اړین دي او پر دې سربېره د محلول شویو ویتامینونو (A، D، E، K) د جذب، د هورمونونو د تولید او د حجرو د پوښ جوړولو په برخه کې هم مهم بلل کېږي دي. دا ویدیو کلیپ د د معاصرې تغذيې پېژندنه کورس د درسي موادو یوه برخه ده، چې د درخت دانش اکادمۍ لخوا چمتو شوې او په وړیا توګه وړاندې کېږي. درخت دانش اکادمۍ شل وړیا کورسونه په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو چمتو کړي او په خپل پلاتفورم کې یې خپاره کړي دي. د دې کورسونو ته د لاسرسي لپاره زموږ ویب پاڼې ته لاړ شئ: https://courses.darakhtdanesh.org/?la...