У нас вы можете посмотреть бесплатно پر ايران د اسرائيلو او امريکا ګوزارونه، ايران هم سیمه کې پر بېلابېلو هېوادونو بريدونه کړي - بي بي سي или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
داسې حال کې چې د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړه پنځمې ورځې ته رسېدلې، امريکا وايي ايران کې يې نژدې دوه زره موخې ویشتلې دي، او د ایران سمندري ځواکونه يې دومره ځپلي، چې د هورموز تنګي کې دې څه فعاليت وکړی شي. تهران کې د يوې لويې چاودنې راپور ورکړل شوی، چې اسرائيل وايي د پراخې کچې ګوزارونه يې په کې پيل کړي دي. د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي بيا پر ولسمشر ټرمپ تور لګولی چې د خبرو پر مېز د کينې له مخې بمباري کوي. امريکا داوه کوي، ځواکونو يې ۱۷ ایرانۍ کښتۍ ویجاړې کړې، او د ايران ټول سمندري ځواک یې ډوب کړی دی. دوی دا هم ويلي، ايران يې ځواب کې له ۵۰۰ ډېرو بالسټيک توغندي او ۲ زره ډرونونه ويشتلي دي. امريکا کې مېشتې د بشري حقونو فعالانو خبري اېجنسۍ ويلی، له شنبې راهيسې د لږترلږه زرو ملکيانو د وژل کېدو راپورونه ورسېدلي، چې له ۱۸۰ يې ډېر وايي، له لس کلنۍ ښکته ماشومان وو، داسې حال کې چې د ملکيانو ژوبلېدنو شمېر له ۵۴۰۰ اوښتی دی. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto