У нас вы можете посмотреть бесплатно د ملي امنیت شورا غونډه или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د حامد کرزي په مشرۍ د امنیت شورا، غونډه وکړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه. په غونډه کې د هېواد پر امنیتي حالت باندې پر بحث سربیره، د کندز ولایت پر امنیتي حالت او د بګرام زندان په باب خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول. د هېواد جمهوررئیس د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد حضور او په کار د بیا پیل کولو له امله هغه ته هرکلی و وایه او د لوی خدای له درباره یې ورته په اړونده دنده کې د لا ډیر توفیق هیله وکړه. بیا، د ملي امنیت لوی رئیس اسدالله خالد د جمهوررئیس له پاملرنې او زړه سوي او د افغانستان د خلکو د خواخوږۍ له امله چې د درملنې په ورځو کې یې ده ته څرګنده کړه، مننه وکړه. اسدالله خالد، له جمهوررئیس او د ملي امنیت له شورا سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د آرمانونو د تحقق په لاره کې به له هیڅ ډول سرښندنې او قربانۍ څخه ډډه ونه کړي او د هېواد د جمهوررئیس په مشرۍ به په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ورپسې د لېږد بهیر د تنظیم د کمیسیون رئیس ډاکتر اشرف غني احمدزي د افغانستان لوري ته د بګرام زندان د بشپړ لېږد په اړه، د ملي امنیت شورا ته رپوټ وړاندې کړ، وې ویل چې اوس هیڅ یو عادي او خطرناک زنداني د امریکا د متحده ایالاتو له ځواکونو سره نشته او د بګرام زندان بشپړ کنټرول د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د حاکمیت په ولکه کې دی. بیا، د کندز والي محمد انور جګدلک د دغه ولایت د امنیتي حالت په باب د ملي امنیت شورا غونډې ته رپوټ وړاندې کړ. د ملي امنیت شورا د کندز د والي د رپوټ له آوریدو وروسته، په دغه ولایت کې د امنیتي حالت د لا ښه والي او د ښې حکومتوالۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې. د غونډې په پای کې د امریکا په متحده ایالاتوکې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي د امریکا د متحده ایالاتو له لوري سره د امنیتي همکاریو د سند په اړه د مذاکرو او په دې باب د شویو پرمختګونو د نتیجو په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته رپوټ وړاندې کړ. ------------------------------------------------ Office of the Spokesperson & Directorate of Communications Presidential Palace -- ARG Kabul, Afghanistan Website: www.president.gov.af