У нас вы можете посмотреть бесплатно استانبول کې د کابل او اسلام آباد خبرې، پرون بيا نښتو اوربند خطر سره مخامخ کړی و- بي بي سي نړۍ دا وخت или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
استانبول کې سرچينو بي بي سی ته منلې، چې د افغانستان طالبانو او پاکستان پلاويو ترمنځ خبرې نن بيا پيل شوې دي. ويل شوي د کوربنو ترکيو او قطريو منځګړو په مرسته مرکچيو پلاويو ترمنځ د خبرو پلانونه سره تبادله شوي دي. دغو خبرو ته يوې نژدې سرچينې بي بي سي ته ويلي، تمه ده دواړې خواوې د نن ورځې پای کې يوې هوکړې ته سره ورسېږي. دا خبرې داسې مهال کېږي، چې پرون سپين بولدک کې څلور ښځې او يو کس نښتو کې ووژل شول. طالبانو پر پاکستان تور لګولی چې پر سپين بولدک يې ډزې کړې دي. پاکستان بيا دا تورونه رد کړي او وايي ډزې لومړی له افغان اړخه پرې شوې وې. طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويل د استانبول خبرو ته په درناوي او د ملکيانو مرګژوبلې مخنيوي لپاره يې غبرګونه نه دی ښوولی. خو د پاکستان اطلاعاتو وزارت ويلي امنيتي ځواکونو يې سملاسي او په وينا يې يوه تلل شوي او مسئولانه ډول غبرګون کې خواب ويلی دی، خو وايي پاکستان روانو خبرو ته ژمن دی او له افغان چارواکو ورته تمه لري. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت 0:07 د سر خبر 0:24 استانبول کې د افغان طالبانو او پاکستان خبرې 0:50 سپين بولدک کې د نښتو زيانونه 2:48 د استانبول خبرو کې پر څه خبرې کېږي 4:04 د استانبول خبرو وروستی حال 8:15 د ټرمپ او منځنۍ اسيا مشرانو خبرې 9:05 سودان کې د جګړې حال 11:32 د چين الوتکلېږدوونکې بېړۍ پرانيسته 12:01 اوکرايين کې جګړې ته د بنديانو لېږل 15:58 امريکا کې د الوتنو کمېدا 16:24 روغتيا، اوونیزه خپرونه Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto