У нас вы можете посмотреть бесплатно د کندهار ولایت له یوشمېر مخورو او مشرانو سره کتنه или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۱۸ مه جمهور رئيس غني: ديني عالمان دې باید په ټول افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د کندهار ولایت له یوشمېر مخورو، مشرانو، ديني عالمانو او په ملي شورا کې د کندهار د خلکو له ځینو استازو سره وکتل. په دغه کتنې کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ډاکټر فاروق اعظم، لالي حمیدزي، بسم الله افغانمل او عبدالرحیم ایوبي د کندهار د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې. دوی د سولې د ټينګښت، د نشه يي توکو او فساد پر وړاندې د جدي مبارزې، ښې حکومتوالۍ، پوهنې، کرنې او د بې ګناه بندیانو د خوشې کېدو په اړه خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې. د یادې غونډې ګډونوالو د فساد پر خلاف د مبارزې په برخه کې، د نوي حکومت له هڅو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او همداراز د دولت په ټولو چارو کې د ژورو بدلونونو غوښتونکي شول. جمهور رئيس غني د دغو ګډونوالو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، د سولې په اړه وویل چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې د همکارۍ چمتوالی لري. جمهور رئيس د افغانانو لخوا د افغانستان د سولې د بهير پر رهبرۍ او مالکیت باندې د ټينګار په ترڅ کې وویل چې ديني عالمان دې باید په ټول افغانستان کې قوم په قوم، کلي په کلي او جومات په جومات، د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي. جمهور رئيس همداراز د بې ګناه بندیانو د خوشې کېدو لپاره د کندهار د خلکو د غوښتنې په اړه هدایت ورکړ چې د ډاکټر فاروق اعظم په مشرۍ دې یو پلاوی وټاکل شي ترڅو د یادو بندیانو دوسيې وڅېړي. ---------- Office of the Spokesperson & Directorate of Communications Presidential Palace - ARG Kabul, Afghanistan Website: www.president.gov.af