У нас вы можете посмотреть бесплатно حامدکرزي د هلمند له یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو سره وکتل или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
حامدکرزي د هلمند له یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو سره وکتل د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هلمند ولایت له یو شمېر دیني عالمانو، مشرانو او مخورو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، حاجي محمد انور خان خبرې وکړې او د خپلو یو شمېر سیمه ایزو ستونزو د بیانولو په ترڅ کې یې لومړۍ درجې ته د هلمند ولایت د لوړولو، د ملي پولیسو د تشکیل د پراختیا، د کجکي د برېښنا پر بند باندې د کار د پیل کېدلو، د زده کوونکو د لیلیې د ستونزو د حل کولو او د هلمند ولایت د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو غوښتنه وکړه. جمهوررئیس د دوي د غوښتنو له آوریدو وروسته، د کورنیوچارو، لوړو زده کړو، پوهنې او د انرژۍ او اوبو وزیرانو او د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس ته چې په غونډه کې حاضرو، لارښوونه وکړه چې د هلمند د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي وکړي. همدا راز په دغه کتنه کې حامدکرزي د هلمند مشرانو او دیني عالمانو ته له امریکا سره د امنیتي تړون او د سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړل. ده، وویل چې افغانستان به په هېوادکې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. حامدکرزي زیاته کړه: د امریکا له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په اړه مذاکرات په دقت سره روان دي او افغانستان به د خپلو ملي ګټو او ملي حاکمیت په پام کې نیولو سره له امریکا سره په دې اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي. د هلمند مشرانو د سولې د بهیر پر بریالیتوب باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د خلکو ترټولو ستره او مهمه لومړنۍ اړتیا په هېوادکې د سولې او امن ټینګښت دی. دوی وویل:" افغانان به هغه مهال د امریکا له متحده ایالاتو سره پر امنیتي تړون هوکړه وکړي چې دغه هېواد په افغانستان کې د جګړې ټول عوامل له منځه یوسي او یوې تل پاتې سولې ته لاره هواره کړي." -------------------------------------- Office of the Spokesperson & Directorate of Communications Presidential Palace -- ARG Kabul, Afghanistan Website: www.president.gov.af