У нас вы можете посмотреть бесплатно Pakistan Sends Controversial Delegation to Kabul | طالبان او پاکستان؛ کابل ته د شکمن پلاوي تګ или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
په داسې وخت کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې، بې باوري او سیاسي ترینګلتیا نوې مرحلې ته داخلې شوې، کابل ته د پاکستان د یوه داسې پلاوي تګ پراخ غبرګونونه راپارولي چې مشري یې د فضل الرحمان خلیل په نوم یو لانجمن او په ترهګرۍ تورن مذهبي شخصیت کوي. د راپورونو له مخې، دغه درې کسیز پلاوی د مارچ په ۱۰مه ۲۰۲۶ کابل ته رسېدلی او هدف یې د تاوتریخوالي کمول بلل شوی، په داسې حال کې چې وروستیو نښتو کې د ملکي تلفاتو شمېر هم لوړ ښودل شوی دی. خلک پوښتنه کوي: ایا پاکستان طالبانو سره بیا هم د فشار، پیغام او نفوذ هماغه پخوانۍ ژبه کاروي؟ ایا کابل ته د داسې څېرې منل د طالبانو سیاسي کمزوري او د ډیپلوماسۍ ناپوهي نه ښيي؟ او که دا د جګړې تر څنګ د خبرو په نوم د فشار، استخباراتي پیغام رسونې او نوې معاملې برخه ده؟ په دې خپرونه کې د همدې حساسې موضوع بېلابېل اړخونه څېړو: د پاکستان نوي چالونه، د طالبانو دریځ، د کابل د پرېکړې مانا، او دا چې د افغانستان وقار، امنیت او سیمه ییز سیاست ته دا تګ راتګ څه پیغام لري؟ په همدې اړه مو د ملي امنیت د پخواني رییس سلاکار او شنونکي سید احمد احمدي او د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد ته بلنه ورکړې، څو د پاکستان د نوي سیاست، د طالبانو د چلند او د روان بحران شاته احتمالي اهداف وڅېړو. دا خپرونه تر پایه وګورئ، خپل نظر راسره شریک کړئ، او چینل سبسکرایب کړئ. ..................... #Pakistan #Taliban #Afghanistan #Kabul #PakistanTaliban #AfghanPakistanClashes #BorderClashes #DurandLine #Torkham #KabulTalks #PakistanDelegation #FazlurRehmanKhalil #AfghanPolitics #SouthAsia #BreakingNews #PashtoNews #SaeedShinwari #سپینې_خبرې #افغانستان #پاکستان #طالبان #د_ډیورنډ_کرښه #کابل #تازه_خبر #سیاسي_تحلیل #سرحدي_نښتې #پښتو_یوټیوب