У нас вы можете посмотреть бесплатно 🔴 طی مراحل مکمل برنامه SIV به شکل انیمیشن و خیلی ساده و در یک دقیقه این رهنمود را یاد بگیرید...! или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
1م پړاو: د لومړنیو اسنادو چمتو کول د پیل لپاره، لاندې اسناد باید چمتو کړئ: 1. د کار تصدیق لیک (Employment Verification Letter) د هغه امریکايي اداره یا قراردادی شرکت له خوا چې تاسو پکې کار کړی وي. باید واضحه کړي چې تاسو څو کاله، په کوم موقف، او تحت څه شرایطو کار کړی دی. 2. سپارښتلیک (Recommendation Letter) د یو امریکايي چارواکي له خوا چې له تاسو څخه راضي وي. باید ستاسو وفاداري، امنیتي باور، او ښه نیت تایید کړي. 3. هویتي اسناد تذکره یا پاسپورت (که دواړه وي نو ښه ده). نوی عکس (د سفارت د معیار سره برابر). د اسنادو انګلیسي ژباړه (لکه د نکاح سند، د ماشومانو تذکرې، او نور). 4. فورمه DS-157 دا فورمه د پخوا I-360 ځای ناستې ده. پکې د شخصي ژوند، دندې، او کورنۍ معلومات شامل دي. --- 2م پړاو: د ماموریت مشر څخه منظوري (COM Approval) پورته ټول اسناد + DS-157 فورمه دې ایمیل کړئ: [email protected] د ایمیل عنوان (subject) کې مو بشپړ نوم ولیکئ. اسناد باید PDF فارمټ کې او د مناسب نوم سره وي (لکه: Ahmad_Document.pdf). د COM ځواب ته انتظار وکړئ. که کوم نقص وي، له تاسو به د اصلاح غوښتنه وشي. که منظور شي، د COM Approval لیک به درولیږل شي. --- 3م پړاو: د DS-260 فورم ډکول CEAC ویبسایټ ته لاړ شئ: https://ceac.state.gov د کیس نمبر په واسطه DS-260 فورمه ډکه کړئ: پکې د شخصي، کورنۍ، سفرونو، تحصیل او کار سابقه ذکر کړئ. نور اسناد هم NVC ته واستوئ یا اپلوډ کړئ: هویتي اسناد، د تولد سند، د نکاح سند، عدم سوپيشینه، تعلیمي اسناد، او نور. --- 4م پړاو: د NVC لخوا د دوسیې ارزونه او د مرکې وخت NVC به ستاسو دوسیه و ارزوي. بیا به تاسو ته د مرکې وخت درکړي، معمولاً په یو ګاونډي هېواد کې (لکه قطر، پاکستان یا امارات). باید د مرکې لپاره سفر ته چمتو اوسئ. --- 5م پړاو: طبي معاینه د مرکې نه مخکې یا وروسته باید معاینه وکړئ. معاینه کې عمومي صحت، د وینې ازموینه، د سینې عکس او واکسین شامل دي. نتیجه مستقیماً سفارت ته لېږل کېږي. --- 6م پړاو: مرکه په مرکه کې به له تاسو د کار تاریخچه، د مهاجرت دلیلونه، امنیتي وضعیت او د کورنۍ په اړه پوښتنې وشي. باید اصلي اسناد درسره وي (اصلي سپارښتلیکونه، تذکره، پاسپورت، ژباړې). اکثر وخت تاسو ته ویل کېږي چې دوسیه به اداري پروسس ته لاړه شي. --- 7م پړاو: امنیتي ارزونه او وروستۍ پریکړه دا مرحله کیدای شي څو اونۍ یا میاشتي وخت ونیسي. ستاسو معلومات د امنیتي ادارو له خوا ارزول کېږي. که منظور شي، سفارت به تاسو ته ایمیل واستوي. --- 8م پړاو: ویزه ترلاسه کول او امریکا ته سفر که ستاسو دوسیه تایید شي، د SIV ویزه به پاسپورت کې ووهل شي. اکثر وخت لپاره د بیا مېشتېدو الوتنه (Resettlement Flight) تنظیمېږي. چې امریکا ته ورسېږئ، ستاسو لپاره به دایمي استوګنې کارت (Green Card) ولېږل شي. #immigration #siv #special #afghan #afghan #reels #usrap #refugeesupport #p1 #آمریکا #امریکا #usa #افغانستان