У нас вы можете посмотреть бесплатно Karan Khan | Ganj Rubayaney | Rahman Baba | Ghach Album | Official | Music | video Song ګنج رباعیانې или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
Song : Ganj Rubayaney توري : ګنج رباعيانې Lyrics : Rahman Baba کلام : رحمان بابا Vocalist : Karan Khan اواز : کرن خان Compose : Karan Khan کمپوز : کرن خان Music : KK Production Studio موسيقي : کى کى پروډکشن سټوډيو Music Arrangement : Shah Jee د موسيقۍ تړون : شاه جي Album : Ghach البم : غچ Tabla : Haroon Pukhtoon طبله : هارون پښتون Mangy : Arif منګى : عارف Rabab & Guitar : Shah Jee رباب او ګيټار : شاه جي Flute : Adnan شپېلۍ : عدنان Dotara : Nabi Haidari دوتاره : نبي حېدري Filmed : Abdullah Yousafzai عکاسي : عبدالله يوسفزى Ariel Shot : Asim Zaman ډرون کېمره : عاصم زمان Director : Karan Khan لارښود : کرن خان G M : Faheem Dad جنرل منېجر : فهيم داد Dressing & Footwear : KK By Karan Khan Branad کالي او پېزار : کى کى باې کرن خان برانډ Location : Kundal Dam Sawabi ځاې : کونډل ډېم صوابۍ Dedicated to : Humanity ډالۍ : ټمام انسانيت ته ستاسو کرن خان Producer & Composer: Karan Khan Creative Director & Executive Producer: Izhar Manzoor © ℗ 2025 US Copyright TBG International & Karan Khan Label: TBG International / SSMG / Universal Music Group Distribution Hollywood, California USA For more visit Website : https://karankhan.com.pk/ Facebook: https://goo.gl/0Kd0WL Twitter: https://goo.gl/lfu0jl Instagram: https://instagram.com/karankhan3373?i... Dailymotion: http://www.dailymotion.com/karan-khan Soundcloud: / karankhan17 Spotify: https://open.spotify.com/artist/6b3qs... Itunes: https://itunes.apple.com/us/artist/ka... Saavn: http://www.saavn.com/s/artist/karan-k... Anghami: https://play.anghami.com/artist/954153 Deezer: https://www.deezer.com/us/artist/5340405 Tidal: https://listen.tidal.com/artist/5185868 Google Play: https://play.google.com/store/music/a... Amazon: https://www.amazon.com/s/ref=nb_sb_no... Youtube: / karankhan YouTube: KK Prodiction / @kkproduction5863 Pinterest : / karankhantbg https://www.iheart.com/artist/karan-k... Rhapsody / Napster https://us.napster.com/artist/karan-khan Qobuz https://www.qobuz.com/gb-en/interpret... All Music https://www.allmusic.com/artist/karan... 7 Digital https://www.7digital.com/artist/karan... Slacker Radio https://www.slacker.com/artist/karan-... Email: [email protected] ګنح رباعیانې رحمان بابا هوښیار مه ګڼه هوښیار ددې دنیا بې وقوف دی وقوف دار ددې دنیا روښنائي په هغو زړونو ده حرامه چې پرې کېښني ګرد غبار ددې دنیا پوچ ګوئي ده چې یې اهل د دنیا کا هر کلام او هر ګفتار ددې دنیا د طفلانو په څېر واړه خاکبازي کا هر چې کاندي کاروبار ددې دنیا همېشه به بې وقوف او بې شعور وي چې مخمور وي په خمار ددې دنیا هر بېمار لره دارو په جهان شته دی دارو نه لري بیمار ددې دنیا ګرفتار یې همېشه په غم کې ډوب وي هېڅوک مه شه ګرفتار ددې دنیا څه و بُت وته سجده څه و دنیا ته بت پرست دی پرستار ددې دنیا تن ئې پاتې شي بې سره سردار لاړ شي سردار کله دی سردار ددې دنیا زویه لوڼه یتیمان کا ځنې درومي بې وفا دي مور او پلار ددې دنیا همېشه به یې یو پنډ د غم په سر وي چې په سر یې وي دستار ددې دنیا همګي واړه ټګان دي ټګي کاندي فروشنده او خریدار ددې دنیا چې نظر د چا په دین او په ایمان وي هغه نه کا انتظار ددې دنیا هر سړي لره چې ورشي ترېنه درومي ما لیدلی دی رفتار ددې دنیا که د اوسپنو حصار تر ځان چاپېر کړې شیشه وګڼه حصار ددې دنیا پس له مرګه به حساب د سړي غوښت شي په انداز او په مقدار ددې دنیا عاقبت خو به یو موټی شي د خاورو ګلعذار او ګل رخسار ددې دنیا تر قیامت به دغه شل او دغه لس وي پوره نه کړ هېچا شمار ددې دنیا چې ایام پرې د کفن د غسل ور شي بې پردې شي پرده دار ددې دنیا په تخته باندې بېرون شي له حجابه شرمناک او شرمسار ددې دنیا تر هر چا به پېغمبر سره وه ډېره که څه قرب وې یا وقار ددې دنیا یو فساد به یې بیان په رحمان نه شي فسادونه دي بسیار ددې دنیا ۲ دنیادار که دنیادار په سیم وزر دی هنرمندو څخه ګنج د خپل هنر دی بیهوده به زورور و ځان ته وائي د دنیا سړی که هر څو زورور دی هسې مه وایه چې زه یم په جهان کې پېدا کړی خداې د سر د پاسه سر دی ځنې ځنې یې ولیان پېغمبران کړل نه چې هر یو اولیاء او پېغمبر دی جَو دانه قدر یو لعل پکې پېدا کا نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دی یو بادشاه وي چې لښکرې پسې درومي نه په هر چا پسې کړی خداې لښکر دی پیدا کړي خداې سړي په تفاوت دي هسې نه چې جهان واړه برابر دی که د عمر و رفتن ته څوک نظر کا دا به وائي چې افتاب د مازدیګر دی چې یې سر په زمکه ایښی وي و یار ته په اسمان باندې ختلی لکه لمر دی ته زما په ډېرو اوښکو عېب مه کړه ما موندلی په دا بحر کې ګوهر دی د ریا خرقه یې خداې مه کړه په غاړه رحمان کوږ دستار تړلی قلندر دی ۳ ما په تا پسې دا سپینې جامې رنګ کړې ته لا بیا په ما ګمان د نام وننګ کړې هیڅ اثر دې په سنګین خاطر و نه شو که هر څو مې مصلې درپسې لنګ کړې دلسوزي به دې په نور وګړي څه شي چې له ما غوندې مخلصه سره جنګ کړې ته په عشق کې ما هله دروغژن بوله که یو بل هم هسې ما غوندې ملنګ کړې چې یو دم مې له نظره پناه کیږې دا جهان لکه لحد راباندې تنګ کړې په ښه خوئي سره د خلکو افسانه يې خداې زما له کم بختیه په زړه سنګ کړې دا دې څوک تر سنګه ناست دی نه پوهېږم چې خبرې د رحمان سره په جنګ کړې #karankhannewsong2025 #ghachalbum #Ganjrubayaney