У нас вы можете посмотреть бесплатно Khodi | Ameer Hamza Khan Shinwari | Sardar Ali Takkar | خودي | حمزه بابا | سردارعلي ټکر или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
شاعر: امير حمزه خان شينواری سندرغاړی: سردار علي ټکر ــــــــ چې لګام د ضبط نفس مې پسند شو يو قدم د سخن ملک مې د سمند شو سيند د طبعې مې صورت د طوفان جوړ کړ کله کله چې په ډب د قبض بند شو زمانې چې څو په ښکته غورځولم تخيل مې د پخوا نه لا بلند شو حقايق زما په ذهن کې موسکي شول چې آزاد مې د هویٰ له قيده ژوند شو امارت راته ښکاره شو بې نمکه چې نعمت د مسکينۍ مې د خولې خوند شو چې هویٰ د حکومت مې په زړه نشته بادشاهي شال هم زما په اوږه کند شو نزدېکت را ته دولت چرې ونه کړو بل چې څوک راته نزدې شو دولتمند شو په نظر مې د ريا پړوني سوزي که اشنا نه خبروم خو راڅرګند شو تصوف راته تهذیب د نفس عطا کړو که مې زهر چا ته ورکړه هغه قند شو داسې علم راعطا شو له عليمه چې دا علم يې نظر وته سپند شو چې نسيم د ملکوت دی پرې الوتی هر يو ګل د تخيل مې سپرلي خند شو چې رندانو اشنايي راسره وکړه اوس که هره بې لوته وايمه پند شو چې وختونه مې کړه ورک په خپله وخت شوم بېپروا يم له هر څه نه ورک ګړند شو چې مې طبع معدل لکه اوبه کړه هر يو زخم مې په خپله جوړ پيوند شو د صافي قصور په قدر د کنځلې د زړه سترګو ته په مخه کې الوند شو کوم يو خيال چې لکه طفل ما له راغی برخوردار مې د حکمت کړو ارجمند شو تمنا که مې جينئ وه په همت کې خو چې غم يې پرورش وکړو فرزند شو جست و خيز به مې د زړه ورته رسيد کا پړوکی پړوکی د نظر زما کمند شو د غنغ (۲۰۵۰) پورې ميدان د سخن جوړ دی د حمزه د تخيل ښکاره مړوند شو ــــــــــ Marg | Abdul Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | مرګ | عبدالغني خان | سردارعلی ټکر