У нас вы можете посмотреть бесплатно کابل کې د دينې عالمانو غونډه، وايي هېڅ افغان بهرنيو جګړو کې د ګډون اجازه نه لري - بي بي سي или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
يوه ناسته کې چې د طالبانو حکومت په نوښت کابل کې جوړه شوې وه، يو شمېر دينې عالمانو په کې چې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو ورغلي وو، يو پرېکړه ليک خپور کړی، او وايي افغانان له افغانستان بهر جګړو کې د ګډون اجازه نه لري. دې غونډه کې د طالبانو نظام، سترې محکمې مشر، د امر بالمعروف او لوړو زده کړو پر وزيرانو سربېره ځينې نور جګپوړي طالب چارواکي هم وو. پرېکړه لیک کې د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې، د هغو کسانو مخنيوی دې وکړي چې بهر ته د جګړو لپاره ځي. که څه هم دغه پرکړه لیک کې دا نه ده په ډاګه شوې چې څوک، بهر کومو هېوادونو ته د جنګ لپاره ځي، خو داسې ښکاري چې موخه یې پاکستان دی. پاکستان څو وارې داوه کړې چې دغه هېواد کې ځينو بريدونو کې افغان وګړي ښکېل وو. پاکستان د طالبانو له حکومته غوښتي د ټيپيپي وسله والو پر ضد ګامونه واخلي، چې وايي له افغانستانه بريدونو لپاره وراوړي. خو د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل پرضد وکاروي او دا چې پاکستان کې د تاوتريخوالی د پاکستان کورنۍ موضوع ده. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto