У нас вы можете посмотреть бесплатно ولې ځان کم گڼو ؟| د کمترۍ/حقارت احساس څخه څنگه ځان خلاص او پر ځان بېرته اعتماد حاصل کړو ؟| PRM или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
په ژوند کې د جام پاتې کېدلو ، پرمختگ نه کولو او هدفونو ته نه رسېدلو ېو ستر علت په ځان کې د کمۍ ، کمترۍ ېا حقارت احساس موجودېت دی . د دغې عاطفي ستونزې جرړه زموږ ماشومتوب ته ورگرځي ، هغه وخت چې موږ د خپلو مور او پلار او نورو نږدې خپلوانو څخه ( د ښه تربېې په نېت) رټل شوي يو . لکه څنګه چې مخکې په قوس کې وليکل شول ، دغه رټل په دې نېت شوي دي چې ګواکې ماشوم په ښه ډول تربیه شي او ښه چلند کول زده کړي ، خو نتایجو ښودلې چې د ماشوم رټل نه ېوازې دا چې ناوړه کار دی ، بلکې د ماشوم په حق کې ېو غټ جرم دی . ماشوم سره په پرلپسې ډول د سپک چلند ، ښکانځاوو او رټلو په نتېجه کې ، هغه دا باور خپلوي چې دې بد دی ، لاېق او تکړه نه دی او د نورو خلکو په نسبت ډېر وروسته او کم ظرفه دی . د مور او پلار د دغه غلط چلند په نتېجه کې اکثرآ د ماشومانو راتلونکی ژوند تبا کېږي ، هغه ماشوم په ځوانۍ کې هم ځان بد ، کمعقل ، وروسته پاتې او غېر نارمل احساسوي او هېڅ هدف ته نه شي رسېدلی . که څه هم په ځوانۍ او پاخه عمر کې د دغه احساس څخه ځان خلاصول ، بېرته پر ځان باور پېدا کول ، ځان ته په درنه سترگه کتل او ځان وړ او تکړه ګڼل او نتېجه کې د بریاوو تر لاسه کول ېو اندازه مشکل کار دی خو ممکن دی او د ېو ښه پلان او ارادې په مرسته د پام وړ بدلون او له ژونده خوند اخيستل ممکن دي . دا ويډيو په همدې باب ده . PRM PASHTO CHANNEL