У нас вы можете посмотреть бесплатно منځني ختيځ کې جګړه روانه ده، د سيمې لروبر ۳ مه ورځ هم درانه هوايي ګوزارونه شوي - بي بي سي или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړې د خليج لروبر د بل هر وخت پرتله پراخې پايلې لرلې دي، او د ايران روحاني مشر علي خامنه يي، له وژل کېدو درې ورځې وروسته هم هوايي ګوزارونه روان دي. تېرو دوو ورځو کې اسرائيلو او امريکا د ايران پر وړاندې د سختې بمبارۍ لړۍ پيل کړه، چې پلازمېنه تهران کې يو مرکز هم په کې و. دغو ګوزارونو د ايران روحاني مشر او يو شمېر نور جګپوړي دفاعي چارواکي ووژل. ايران يې ځواب کې د سيمې لروبر د غچ ګوزارونه وکړل. ډېر يې د هغو عرب هېوادونو پر وړاندې وو، چې د امريکا پوځي اډې په کې دي. قطر، متحده عرب اماراتو، بحرين، کويت او سعودي کې پر بېلابېلو موخو ګوزاروه شوي دي. کويت کې چارواکي وايي، له عراق سره د پولو سیمه کې د امريکا يو شمېر جنګي الوتکې لوېدلي دي. د امريکا مرکزي قوماندې ويلي، درې اېف ۱۵ جېټ الوتکې يې د دوستانه يا د خپلو ملګرو له لوري د ډزو پايله کې د کويت د پاسه لوېدلې دي. د ايران پر هوايي ګوزارونو سربېره لبنان کې يوه بله جبهه پرانيستل شوې، اسرائيلو وروسته له هغه پرې بريدونه پيل کړي، چې ايران پلوه حزب الله کم شمېر توغندي او ډرونونه وويشتل. د اسرائيلو دفاعي ځواکونو ويلي، بيروت کې يې د حزب الله يو جګپوړی چارواکی ويشتلی دی. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto