• ClipSaver
  • dtub.ru
ClipSaver
Русские видео
  • Смешные видео
  • Приколы
  • Обзоры
  • Новости
  • Тесты
  • Спорт
  • Любовь
  • Музыка
  • Разное
Сейчас в тренде
  • Фейгин лайф
  • Три кота
  • Самвел адамян
  • А4 ютуб
  • скачать бит
  • гитара с нуля
Иностранные видео
  • Funny Babies
  • Funny Sports
  • Funny Animals
  • Funny Pranks
  • Funny Magic
  • Funny Vines
  • Funny Virals
  • Funny K-Pop

د مڼې مربا جوړول (طریقه یې په ليکلې بڼه ده) скачать в хорошем качестве

د مڼې مربا جوړول (طریقه یې په ليکلې بڼه ده) 7 лет назад

скачать видео

скачать mp3

скачать mp4

поделиться

телефон с камерой

телефон с видео

бесплатно

загрузить,

Не удается загрузить Youtube-плеер. Проверьте блокировку Youtube в вашей сети.
Повторяем попытку...
د مڼې مربا جوړول (طریقه یې په ليکلې بڼه ده)
  • Поделиться ВК
  • Поделиться в ОК
  •  
  •  


Скачать видео с ютуб по ссылке или смотреть без блокировок на сайте: د مڼې مربا جوړول (طریقه یې په ليکلې بڼه ده) в качестве 4k

У нас вы можете посмотреть бесплатно د مڼې مربا جوړول (طریقه یې په ليکلې بڼه ده) или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:

  • Информация по загрузке:

Скачать mp3 с ютуба отдельным файлом. Бесплатный рингтон د مڼې مربا جوړول (طریقه یې په ليکلې بڼه ده) в формате MP3:


Если кнопки скачивания не загрузились НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru



د مڼې مربا جوړول (طریقه یې په ليکلې بڼه ده)

دا چې زمونږ د هیواد د مڼو توليد ډير دی او بهر ته د صادرولو کوم ښه دهلیز هم نه لرو نو بڼوالان مو مجبور دي چې د خپلو باغونو مڼې په خپلو مهلي بازارونو کې په کم قیمت وپلوري، له بله اړخه زمونږ د هیواد وکړي هم غریب دی نو دا که نن مڼې ارزانې دي خوړلای یې شي ؛خو کله چې د مڼو قیمت لوړ شو بیا یی خوړلای نه شي؛ نو يوه ډيره ښه لاره د مڼو د ذخیره کولو هغه دا ده چې مربا ورڅخه جوړه شي. غواړم تاسې ته د مربا د جوړولو تګلاره پړاو په پړاو وړاندې کوم: د مڼو د مربا د جوړولو لپاره د اړتيا وړ توکي: (د يو کيلو مڼو څخه د مربا جوړولو د اړتيا وړ توکي) ۱-يو کيلو مڼې (نه ډيرې خامې او نه هم ډيرې پښې) ۲- ۴۰۰ ګرامه بوره. (د چای څښلو دوه ګيلاسه) ۳- نيم ليتر اوبه (د چای څښلو دوه ګيلاسه) ۴- د لیمو اوبه دوه د مستو خوړلو کاشوغې ۵- سرکه (د مڼې سرکه دوه کاشوغې) ۶ - لاچي (هيل) د اړتيا او ذوق له مخې. ۷ - د خوشبویې لپاره د ګلابو اوبه (عرق ګلاب) دا مهم ندی د ذوق پورې اړه لري. تګلاره: لومړی پړاو: لومړی به اوبه او بوره په اور کیږدو او دواړو ته به تر هغې تودوخه ورکړو چې شربت يو ځانګړي ټينګ حالت ته ورسیږي. (د شربت ټينګوالې داسې معلومو چې په يو قاب یا غوري کې یې دوه دری څاڅکي اچوو او قاب کږوو، که چيرې د شربت څاڅکي تيزه منډه وکړه لا ټینګ ندی او که ورو منډه یی وکړه نو ټينګ دی او د مڼو د وراچولو لپاره جوړ دی) د مڼو ميده کول او وينځل ترټولو لومړی مو بايد مڼې په پوتاشيم پرمنګنات يا پټاس وينځلې وي او که دا مواد نه وي د مالګې او اوبو په واسطه یې هم وینځلی شو. کله مو چې شربت په اور ايښی وي بايد مڼې هم سپینې کړو او په ځانګړي حالت یې ميده کړو . د مڼو ميده کول ستاسې ذوق پورې اړه لري؛ غټې او کوچنۍ یې ستاسې په خوښه. که چيرې ډيرې مڼې مربا کول غواړو کولای شو مخکې یې هم سپينې کړو خو بايد په ياد مو وي چې رنګ یې سور او خاورين نه شي. دويم پړاو: مڼې په جوړ شوي شربت کې واچوئ، او تودوخه ورکړئ، مڼو ته تودوخه ورکول کم تر کمه اويا دقيقې وخت غواړي، چې زړه ورته تنګ نه کړئ! کله چې د مڼو ټوټې دومره نرمې ښوې چې يو په بل پورې ونښتې او شربت یې ټيک حالت ځانته غوره کړ نو مربا پخه شوې، د شربت حالت باید د شاتو په څير ټينګ حالت غوره کړي. دريم پړاو: سرکه او د لیمو اوبو اضافه کول په دی ډول کيږي چې د يو کيلو مڼو څخه د مربا جوړولو لپاره دوه کاشوغې د لیمو اوبه به پکې اضافه کړو، دغه راز په همدې مقدار د مڼې سرکه هم (البته که د زياتې مربا جوړول غواړو نو دا دواړه به هم پکې اضافه اچوو) . همدا وخت به د لاچي اوبه هم پکې واچوو. مونږ باید مخکې له مخکې لاچي په اونګ يا چټو کې ټکولي وي او د نيم ګیلاس په اندازه جوش اوبه پکې اچولې وي څو د لاچي خوند او بوی پکې وتلی وي. لاچي به په چاڼوونکې ورڅخه چاڼ کړو او اوبه به یې پکې واچوو، که د ګلابو اوبه مو پکې اچولې هم همدا یی وخت دی. ددی موادو تر اضافه کولو پنځه دقیقې وروسته به د مربا پسې اور بند کړو او مربا تياره ده. څلورم پړاو ( د مربا بسته بندي يا پيک کړل) دا ډير مهم پړاو دی تر دې مخکې که مو کار به احتیاطۍ کړې وي هم خير خو په دی پړاو کې زمونږ لږه بې احتیاطي هم زمونږ ټوله خواري په سيند لاهو کوي. مونږ د بسته بندۍ لپاره دوه ډوله لوښي کاروو يو پلاستيکي بوتلونه يا قطۍ او بل هم ښیښه یی بوتلونه، چې دواړه مو بايد په جوش اوبو کې تعقيم کړي وي! ښيښه یی بوتلونه به د لسو دقیقو لپاره په جوشو اوبو کې ږدو خو پلاستيکی بوتلونه ددی له امله چې په جوشو اوبو کې خرابیږی نو اوبه به تر جوشوولو وروسته لږې پريږدو چې تودوالی یې راکم شي بیا به یې پکې د لسو دقیقو لپاره کيږدو. بايد وويل شي چې د بوتلونو تعقيم کول لا له مخکې بايد ترسره شوي وي. بوتلونه بايد په کومه ټوټه يا بل څه وج نه کړل شي، ښه دا ده چې د لمر په واسطه وچ شوي وي. په ښيښه یی بوتلونو کې مربا توده هم اچولای شو، خو په پلاستيکی بوتلونو کې باید صبر وکړو څو مربا يخه شي او بوتل خراب نه کړي. کله چې مو په بوتل کط مربا واچوله سرپوښ یې باید کلک وتدو او داسې یې بند کړو چې له بهر ورته د هوا تګ بند شي. ددی لپاره وووسته تر سربندولو يو رابرټيپ او پاک پلاستيک هم کارولای شو چې د بند شوي بوتل لپاسه یې تاو کړو او د هوا تګ راتګ مکمل بند شي. تر دی وروسته کولای شو نوموړی مربا د دیرش درجو سانتی ګرید تودوخې څخه په کمه تودوخه کې کم تر کمه شپږو مياشتو پورې وساتو! خو که سر مو ورته پرانست يا مو سم نه وو بند کړی يا د بوتل منځ کې ژوندي مکروبونه پاتې وو او هوا هم پکې پاتې وه نو باید تر اوو يا لسو ورځو نوموړې مربا وخوړل شي. څو پوپنک ونه کړي او خواري مو ضایع نه شي. والسلام په درنښت محمد اصف صادق موضوع ولولئ، عملي یې کړئ او نشر یې کړئ! تاسې هر ډول مشوره وړيا!! .... فیلنګ: لیوال او ستاسې په چوپړ کې.

Comments

Контактный email для правообладателей: u2beadvert@gmail.com © 2017 - 2026

Отказ от ответственности - Disclaimer Правообладателям - DMCA Условия использования сайта - TOS



Карта сайта 1 Карта сайта 2 Карта сайта 3 Карта сайта 4 Карта сайта 5