У нас вы можете посмотреть бесплатно د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريز کړکېچ لا هم روان دی، څومره تاوانونه اړوي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډېورېنډ کرښې سوداګريزې لارې له څه د پاسه دريو مياشتو راهيسې بندې دی. د ځینو اروزونو له مخې پاکستان له امريکا وروسته د افغانستان دوهم تر ټولو لوی سوداګريز شريک و، داسې حال کې چې نورې نړۍ سره يې د سوداګريز تړاو تر ټولو ارزانه لار جوړوله. خو د امنيتي ترينګلتياوو پر سر د دغو لارو تړل کېدو له امله، د پاکستان صادراتو له ۱۷۰ ميليون ډالرو ډېر تاوان ګاللی، تر ټولو ډېر ګوزار بيا د خيبر پښتونخوا کاروبارونو خوړلی دی. د کابل او اسلام آباد ترمنځ د دغې لانجې حلولو لپاره د ترکيې قطر او سعودي منځګړتوب کومې پايلې ته نه دی رسېدلی، او دوه اړخيز اړيکي لا هم ترينګلي پاتې دي. افغانستان کې واکمنو طالبانو سوداګر هڅولي، نړۍ سره له پاکستانه پرته د سوداګرۍ نورې لارې راوګوري. نو د لارو تړل کېدو، د پاکستان اړخ ته څومره زيان اړولی؟ پښتونخوا کې اوس د ژمي موسم مېوو وخت دی، خو پېښور کې د کينو کاروباریان وايي افغانستان ته د لارو بندېدو له امله له لويو تاوانونو سره مخامخ دي. #BBCNarayDaWakht #BBCPashtoTV #BBCPashto 0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت 0:07 د سر خبر 0:25 د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو لارو کړکېچ 1:20 پر ډېورېنډ کرښې د لارو تړل کېدو پښتونخوا کې څومره زيانونه اړولي؟ 5:42 کارپوهان څه وايي؟ 8:12 روسيه کې د طالبانو سفير دندې پیل 8:40 ټرمپ د وېنېزوېلا له مخالفې مشرې مننه کړې 9:05 ايران کې د احتجاجونو پرمختياوې 10:55 د ولسمشر ټرمپ دريځ څه دی؟ 12:09 ايران کې د احتجاجيانو يوه کس کيسه 13:59 اروپا ته کډوالي 14:28 د جنوبي کوريا پخواني ولسمشر محاکمه 14:55 د ۱۹ کلنو کرېکټ جام 15:30 هنري شېبې، اوونیزه خپرونه Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto