У нас вы можете посмотреть бесплатно له تازه نښتو وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند شوی، څه شوي؟ بي بي سي или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تازه نښتو وروسته، دواړو هېوادونو پر يوې ۴۸ ساعته ډزبندۍ سلا کړې ده. افغانستان کې طالبان وايي سپين بولدک کې د پاکستانيو ځواکونو توپچي ډزو کې ۱۲ ملکيان وژل شوي دي. له سيمې انځورونه څو کسان ښيي چې یوه روغتون کې يې درملنه کېږي. د پاکستان پوځ وايي د داسې څه ځواب کې یې پر ېالب مورچو ګوزارونه کړي، چې دوی ناپارېدلې ډزې بللې، او داوه يې کړې، تازه نښتو کې يې لږترلږه ۲۵ طالبان وژلي دي. کندهار ښار کې هم د راپورونو له مخې د دوو چاودنو او هوا کې د جېټ الوتکو غږونه اورېدل شوي. همدې وخت کې خوست کې له ډېورېنډ کرښې سره نژدې يو افغان خبريال وژل شوی دی. د طالبانو باختر اژانس او ملي ټلويزيون ويلي د دوی خبريال داسې مهال وژل شوی، او دوه نور کسان د پاکستاني ډرون له خوا ژوبل شوي، چې سيمې ته د خبرونو لپاره ورغلي وو. پلازمېنه کابل کې هم تور لوګی ليدل کېده، چې خينو ښاريانو د چاودنې شک پرې کاوه، خو طالبانو وياند پر اېکس له ويډيو سره ليکلي، د تېلو يو ټانکر چاودلی او سيمه کې یې له امله اور بل شوی دی. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto