У нас вы можете посмотреть бесплатно اسرائيلو او امريکا پر تهران او د ايران پر لروبر نورو ښارونو درنې بمبارۍ کړې - بي بي سي نړۍ دا وخت или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
اسرائیلو او امريکا پر ايران خپل درانه ګوزارونه روان ساتلي، تهران او د ايران نورو ښارونو کې چاودنې اورېدل شوې دي. امريکا ويلي هوايي ځواکونو يې د ايران بلسټيکو توغنديو خښ شوي ويشتنځايونه بمبار کړي دي. اوس داسې حال کې چې پر دې جګړې يوه اوونۍ تېرېږي، د ايران سرې میاشتې ويلي، د امريکا او اسرائيلو بمبارۍ لړۍ کې تر دې مهاله له زرو ډېر خلک وژل شوي دي. د امريکا مرکزي قوماندې مشر برډ کوپر ويلي تېرو دريو ورځو کې له دوو سوو ډېرې موخې په نښه شوې او دا چې بي ۲ بم غورځوونکې الوتکې او سمڅو ويجاړوونکي بمونه يې کارولي، چې د ځمکو ژورو کې د ایران توغنديو ځايونه ويجاړ کړي. د ايران دننه بيا عادي ايرانيانو بي بي سي ته، داسې حال کې چې بريدونه پرې کېږي د خپلو وېرو په اړه کیسې کړې دي. اسرائیلو لبنان کې هم خپلو بمباريو ته زور ورکړی، او د بيروت ځينې برخې يې په نښه کړې دي. د اسرائيلو پوځ ويلي، د بيروت ضاحيه، يا جنوبي څنډو کې يې داسې بنسټونه ويشتلي چې د ايران ملاتړې ډلې، حزب الله سره تړاو لري. له وروستيو ګوزارونو مخکې لبنان ويل، د اسرائيلو هوايي بريدونو کې يې له ۱۲۰ ډېر خلک وژل شوي او نژدې ۷ سوه نور ژوبل شوي دي. لبنان کې د دغه تاوتريخوالي له امله لږترلږه ۹۰ زره خلک له خپلو مېنو او کورونو بې ځايه شوي دي. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت 0:08 د سر خبر 0:27 پر تهران او د ايران پر نورو ښارونو درنې بمبارۍ 1:20 د ايران دننه حال 3:57 بر لبنان اسرائيلو بمبارۍ 6:39 سيمه کې د حالت په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری 7:08 د خليج هېوادونو دريځ 8:25 له خپلو مېنو د ايرانيانو وتل 10:06 د جګړې له امله له ايرانه د افغانانو وتل 11:28 جګړه له منځني ختيځه لرې څومره اغېزې لري؟ 12:28 امريکا د تېلو بيو کابو کولو لپاره څه تابيا لري؟ 13:27 پر ایران د جګړې او روان حالت په اړه شننه 18:44 د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې په اړه اندېښنې 20:25 د ډېورېنډ کرښې اوږدو کې پر خلکو د جګړې اغېزې 23:05 پاکستان کې د بندو شوو افغان کډوالو کړاو 25:22 کابل کې لاريون او احتجاج Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto