У нас вы можете посмотреть бесплатно اوسمهال یو کیلو صادراتي توکي په یو ډالر او وارداتي توکي په ۸۰ سېنټه انتقالېږي или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
اوسمهال یو کیلو صادراتي توکي په یو ډالر او وارداتي توکي په ۸۰ سېنټه انتقالېږي د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هدایت پراساس، د اریانا افغان هوايي شرکت د هېواد ټولو سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د صادراتو او وارداتو لپاره د هوايي کارګو خدمتونه پيل کړي دي. اریانا افغان هوايي شرکت اوسمهال د یوې کارګو الوتکې پر مټ ۱۶.۵ ټنه توکي صادروي چې په ورته وخت کې په همدې اندازه سوداګریز توکي هېواد ته واردوي. د اریان افغان هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، دغه کارګو الوتکه اوسمهال د اړتیا له مخې یوازې د کابل او ډیلي ترمنځ هره ورځ یوه دوه طرفه الوتنه کوي، چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هدایت له مخې، په یو کیلو صادراتي توکو یو ډالر او په یو کیلو وارداتي توکو بیا ۸۰ سېنټه کرایه اخلي. په دغه کارګو الوتکه کې اوسمهال ډیلي ته وچې او تازه میوې، اینجه، زعفران او نور بېلابېل توکي صادر او په ورته وخت کې له ډیلي څخه درمل، برېښنايي سامان الات او نور توکي هېواد ته واردېږي. د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وايي، نړیوالو بازارونو ته د افغاني توکو د رسولو او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه هڅه کوي، چې په راتلونکي کې متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو ته هم د هوايي کارګو الوتنې پيل کړي. اسلامي امارت هڅه کوي چې د ریل پټلۍ او معیاري سړکونو د جوړولو سربېره د هوايي کارګو له لارې هم نړیوالو بازارونو ته افغاني توکي ورسوي، څو له یوې خوا د سوداګرۍ کچه پراخه شي او په ورته وخت کې د وچو او تازه میوو او نورو توکو د خرابېدو مخنیوی وشي.