У нас вы можете посмотреть бесплатно د روغتيا نړيوال سازمان وايي طالبان دې پر افغان ښځينه مرستندويانو بنديزونه لرې کړي - بي بي سي или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
ملګري ملتونه وايي د افغانستان ختيځ کې نژدې نيم ميليون وګړي د زلزلو له امله اغېز من شوي، چې له نيمو زيات يې وايي ماشومان دي. يونيسېف ويلي د داسې ناورين وختونو کې ماشومان تر ټولو لومړی او تر ټولو ډېر کړېږي. همدې وخت کې د روغتيا نړیوال سازمان له طالب چارواکو غوښتي پر افغان ښځينه مرستندويانو دې خپل لګولي بنديزونه لرې کړي، دوی ته دې اجازه ورکړي چې له نارينه محرم پرته سفر وکړی شي او هغو ښځو سره مرستې وکړي چې پالنې ته اړتيا لري. افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان مرستيالې استازې ډاکټرې موکتا شرکا رويټر ته ويلي زلزله ځپلو سيمو کې تر ټولو لویه ستونزه د ښځينه کارکوونکو زياتېدونکی کموالی دی. دې ويلي زلزله ځپلو سيمو کې ۹۰ سلنه طبي کارکوونکي او روغتياپلان نارينه دي، او پاتې لس سلنه یې ډاکټرانې نه، قابلې يا نرسانې دي. دې حالت وايي د روغتياپالنې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، ځکه وايي ښځې د نارينه روغتياپالانو له لوري درملنې سره ښه احساس نه کوي او يا ورسره له چلنه ډارېږي. ملګري ملتونه اټکل کوي شاوخوا ۱۱ زره او ۶ سوه ميندوارې ښځې هم د افغانستان ختیځ کې د زلزلو له امله اغېزمنې شوې، يوه داسې هېواد کې چې اسيا کې د ميندو مړينې تر ټولو لوړ شمېر لري. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube: / @bbcpashto Like us on Facebook: / bbcpashto Follow us on Twitter: / bbcpashto Instagram: / bbcpashto