У нас вы можете посмотреть бесплатно په خیبر کې د جلسې پر مهال د تیرا عملیاتو په اړه خبرې شوي دي или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي یو ځل بیا ویلي دي چې د خیبر له تیرا څخه خلک د پوځ په امر او "په زور" له خپلو کورونو ایستل شوي دي چې امنیتي ځواکونه هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي. نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د جمرود په لوبغالي کې ولسي غونډې ته وویل، د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ پر دې موضوع په خیبر کې د پوځ او اېف سي ځواک له چارواکو سره ناستې کړې وې. اپرېدي د جرګې اعلان تر هغې وروسته کړی وو چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې تیراوالو د پوځ یا وفاقي حکومت په امر نه بلکې د صوبايي حکومت په وینا خپلې مېنې پرېښي دي. د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په جمرود کې د جلسې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د وسلوالو او پوځ ترمینځ مسلسل نښتې روانې وې چې پکې پر کورونو توغندي لګېدل او "په زبردستي" ایستل شوي دي. د پاکستان پوځ او اېف سي ځواک لا د اپرېدي او د جرګې د ګډونوالو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ ویلي ول چې د ممکنه عملیاتو له کبله له امنیتي چارواکو سره په مشروط ډول او د لنډې مودې لپاره کډوالۍ ته راضي شوي دي.نور د فرهاد شینواري په ویډيويي رپورټ کې.