У нас вы можете посмотреть бесплатно د لوې څارنوالۍ مرستيال ډګر جنرال عبدالفتاح عزيزي په لغمان کې د ولسونو ستونزې واورېدلې или скачать в максимальном доступном качестве, видео которое было загружено на ютуб. Для загрузки выберите вариант из формы ниже:
Если кнопки скачивания не
загрузились
НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием видео, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу
страницы.
Спасибо за использование сервиса ClipSaver.ru
د لوې څارنوالۍ مرستيال ډګر جنرال عبدالفتاح عزيزي په مشرۍ راغلي پلاوي مخامخ د لغمان ولايت د ولسونو ستونزې واورېدلې. په ياده ولسي غونډه کې، چې نن سه شنبه د وري پر ۲۰ نېټه ترسره شوه، پکې د لغمان والي محمد اصف ننګ سربېره، دلوې څارنوالۍ مرستيال ډګر جنرال عبدالفتاح عزيزي همکاران يې، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، استیناف څارنوالۍ رئيس سلام جان قلم يار، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو پخواني استازي نقيب الله محبت، د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي د دې شورا غړو، قومي مخور حاجي شاه مرد خان، يو شمېر ادارو مسوولينو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو. لومړی لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه، چې دې ولايت ته يې د استیناف څارنوالۍ د چارو د کتنې په موخه سفر کړی. نوموړي له مرکز څخه راغلي پلاوي نه مننه وکړه چې د ښې حکومتولۍ تقویت او ولس سره د نږدې اړیکو په موخه یې دا ولایت د سفر لپاره ټاکلی دی. ښاغلي ننګ زياته کړه، لويه څارنوالۍ د قضايي مسايلو د عدالت او انصاف د تامين په برخه کې کار کوي. والي ننګ وويل، هغه ستونزې، چې ولسونه يې د څارنوالۍ د اجرااتو په برخه کې لري نن دې مخامخ له راغلاي پلاوي سره شريک کړي. ورپسې د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي د راغلي پلاوي سفر دې ولايت ته نېک اقدام ياد کړ. نوموړي وويل، په يوه جرمي قضيه کې د جرم اصلي فاعل په ځای د کورنۍ بل غړی، چې په هر ځای کې وي د پوليسو او څارنوالۍ لخوا نيول کېږي، چې دا کار د عدالت او انصاف خلاف دی. هغه د کشفي ارګانونو او څارنوالانو څخه غوښتنه وکړه هغه څوک، چې ولسونو ته ستونزې پيدا کوي د قانون منګلو ته دې وسپاري. بلخوا د قومونو په استازولۍ حاجي شاه مرد خان وويل، د نورو ولايتونو په توپير په لغمان ولايت کې د قضاء او څارنوالۍ اجراات د ستاينې وړ دي. نوموړي راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې په دې ولايت کې تل زورواکي او غاصبين د قانون د تطبيق په موخه عدلي او قضايي ادارو ته پېژندل شوي. هغه وويل، واړه مشکلات د ولسونو په منځګړيتوب حلوي او د لغمان ولايتي ادارې کړنې ورته د منلو وړ دي. د ځوانانو او مدني ټولني په استازولۍ بيا حنیف الله شهابه پشه یې په خپل وار له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د چارو ګړندیتوب او کار اهل کار ته سپارلو په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي. هغه دغه راز یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې هم د څارنوالۍ له مرستیال سره شریکې کړې. د استیناف څارنوالۍ په استازولۍ څارنوال بشرمل د دې څارنوالۍ يو کلن چمتو کړی راپور له ولسونو او راغلي پلاوي سره شريک کړ. په ورته مهال د لوې څارنوالۍ مرستيال ډګر جنرال عبدالفتاح عزيزي وويل د لوې څارنوالۍ د تصميم نيولو څخه يې د ټاکل شوي هئيت په شمول ولايتونو ته سفرونه پيل کړل. نوموړي وويل، تعين شوی هئيت به د افغانستان ټولو ولايتونو ته د څارنوالۍ د کړنو د ارزونې په موخه سفر وکړي. هغه زياته کړه، د ۴۰ بنديانو سره يې د ستونزو د اورېدو په موخه کتلي او ستونزې به يې د اړونده ارګانونو سره شريکې شي. نوموړي يوې جرمي قضيې ته د رسيدو په پروسيجر تفصيلي معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل. هغه ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د پوليسو او څارنوالۍ ترمنځ چارې په پوره همغږۍ سره ترسره کېږي. د څارنوالۍ مرستیال وویل، په لغمان ولايت کې د وړيا مدافع وکيلانو تعداد کم دی او ياده موضوع به د مسوولو ادارو سره شريکه کړي. په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي حاجي نقيب الله محبت هم له راغلي پلاوي مننه وکړه، چې د څارنوالۍ په برخه کې د ستونزو د اورېدو په موخه يې دې ولايت ته سفر وکړ. هغه وويل، په لغمان ولايت کې ستونزې شته او په حل کې يې څارنوالۍ په خپل وخت سره اقدام کړی. د غونډې په ورستۍ برخه کې د غونډې ګډونوالو د سوالونو تر اورېدو وروسته د لغمان ولايت استیناف څارنوالۍ رئيس سلام جان قلم يار د استناف څارنوالۍ په استازولۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ، ټولو ستونزو ته به يې په وخت رسيدګي کیږي او هیڅکله به د چا حق نه تلف کیږي. ۱۳۹۸/۱/۲۰